جمعه, ۱۸ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
کرونا ویروس د الله سبحانه وتعالی د قدرت له نښو څخه یوه نښه ده
بسم الله الرحمن الرحيم
کرونا ویروس د الله سبحانه وتعالی د قدرت له نښو څخه یوه نښه ده

خبر:

د کرونا ویروس دغه نوې بڼه چې پر یوې ټولنیوونکې ناروغۍ بدله شوه او د نړۍ په کچه یې په سلګونو میلیونه کسان سره تیت او پرک کړل. که څه هم چې اوس د دغه ویروس جیوپولیټیک اغېز د روغتیا او امنیت په پرتله دومره مهم نه دی، خو په اوږدمهال کې ښایي چې د امریکا په نړیوال مقام باندې سخت بحراني اغېز ولري.(سرچینه:  Medyascope)

تبصره:

له دغه حقیقت څخه سترګې نه پټېږي، چې د کرونا ویروس دغه منفي لامل چې لومړی د چین له ووهان څخه پیل او په لنډ وخت کې ټولې نړۍ ته خپور شو او د ژوند په هره برخه کې یې اغېز لیدل کېږي. یو مهم واقعیت دا دی چې دغه ویروس موږ ته وښودله چې الله سبحانه وتعالی پر هر څه باندې قادر دی. دا هغه څه دي چې موږ مسلمانان باور لرو چې الله سبحانه وتعالی په هر څه باندې قادر دی.

په هر حال دغه حالت ځینې وخت زموږ د مسلمانانو وروڼو له خوا هم په ښه ډول نه ارزول کېږي. ځینې مسلمانان شته چې د راشده خلافت د بیا تاسیس د مفکورې لپاره دعوت کوي، خو د ځینو مسلمانانو له لاندې دلایلو سره مخ کېږي: پر نړۍ باندې د اسلام بیا حاکمیت یوازې یو خیال دی؛ دا خو لاپرېږده چې د اسلامي خلافت بیا تاسیس ورته حقیقت ښکاره شي، دوی له امریکا، انګلستان، روسیې او چین پرته نور څوک د نړۍ د زبرځواک په حیث نه قبلوي.

که څه هم چې په سترګو نه لیدونکي ویروس د دغه ډول استدلالونو او بحثونو بې کفایتي او کمزوري ثابته کړه، موږ ټول د دې شاهدان یو چې دغه ویروس له دغو اوسنیو زبرځواکونو سره څه وکړل او څنګه یې دړې وړې کړل. ایا امریکا د نړۍ زبرځواک نه وه؟ ایا دغو استعماري کفارو ډېر لوړ ټکنالوژیکي وسایل نه درلودل؟ ایا دوی یې له ټولې وړتیا او ظرفیت څخه کار وانه خیست؟ هېڅ یوه یې ونه شو کولای چې له دغه کړکېچ څخه ځانونه را وباسي.

الله سبحانه وتعالی دوی په داسې یو څه کې امتحان کړل چې هېچا یې هم په اړه تصور نه کاوه. حقیقت دا دی چې الله سبحانه وتعالی خپل عظمت او لویي د یو داسې ویروس په وسیله نړۍ ته ښکاره کړه چې په سترګو نه لیدل کېږي، مانا دا چې دغه ذات په هر څه باندې قادر او توانا دی. الله سبحانه وتعالی د دغه ویروس د خپرېدو په مخنیوي کې دوی پاتې راوستل تر څو دوی ته خپل د ابرقدرتۍ ځواک ورښکاره کړي. الله سبحانه وتعالی دوی ته درس ورکړ چې دوی د یو ډېر کوچني ویروس پر وړاندې څومره کمزوري دي. سربېره پردې الله سبحانه وتعالی خپل قدرت مسلمانانو ته هم ورښکاره کړ، په ځانګړي ډول هغو مسلمانانو ته چې له کفارو څخه یې ډېره وېره درلوده او ویل به یې چې دغه استعمارګر کفار ډېرې محکمې پوستې او قوي اسلحې لري. دغه تجربې ما ته د بني نظیر د قبیلې روایتونه چې د حشر په سورت کې ورته اشاره شوې ده، رایادوي:

(هُوَ الَّذِي أَخْرَجَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِن دِيَارِهِمْ لِأَوَّلِ الْحَشْرِ مَا ظَنَنتُمْ أَن يَخْرُجُوا وَظَنُّوا أَنَّهُم مَّانِعَتُهُمْ حُصُونُهُم مِّنَ اللَّهِ فَأَتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ حَيْثُ لَمْ يَحْتَسِبُوا وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ يُخْرِبُونَ بُيُوتَهُم بِأَيْدِيهِمْ وَأَيْدِي الْمُؤْمِنِينَ فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ)

ژباړه:هغه داسې یو شخص دی چې کفار یې په لومړي جنګ کې له خپلو کورونو څخه وشړل، په اولو کې تاسو فکر نه کولو چې دوی به وشړلی شي او دوی هم ګمان نه کولو چې دوی به شړي؛ ځکه دوی ډېرې کلکې او محکمې قلاوې لرلې، مګر الله سبحانه وتعالی له داسې یو طرف څخه ورباندې حمله وکړه چې دوی یې په هکله فکر هم نه کولو، په زړونو کې یې داسې وېره ورته واچوله چې په خپلو او د مسلمانانو په لاسونو یې خپلې قلاګانې ړنګولې، نو اې هوښیارانو! له دغو حالاتو څخه عبرت واخلئ.

[الحشر:۲]

دا واضېح ده چې دغه روایت د بني نظیر لومړۍ شړل شوې قبیلې ته رالېږل شوی دی. سید قطب رحمه الله د الله سبحانه وتعالی پر قدرت او حاکمیت باندې تاکید کړی او د دغه ایت په هکله یې داسې نظر ورکړی دی: «دوی هر شی له مخکې څخه پلان کوي. یوازینی شی چې دوی یې په هکله خیال او فکر نه کاوه، هغه د دوی له خپل منځ څخه د جنګ پیل و. دوی د هغه څه په هکله فکر نه کوي چې الله سبحانه وتعالی د هغه کول غواړي. حال دا چې الله سبحانه وتعالی په هر وخت کې د دوی مخنیوی کولای شي او که وغواړي په هر وخت کې دوی نیولی شي او په هر څه باندې ښه پوهېږي. الله سبحانه وتعالی په هر څه باندې علم لري او په هر څه باندې قادر ذات دی. دغه ایت د الله سبحانه وتعالی قدرتونو ته اشاره کړې ده او هغه د کفارو په ټولو تدابیرو او سنګرونو باندې حاکم ذات دی. الله سبحانه وتعالی چې کله د یو شي د کېدلو اراده وکړي، نو هغه پرته له کوم خنډ او یا ځنډ څخه په هماغه لحظه کې کېږي.

په پای کې امریکا او نور استعمارګر زبرځواکونه د دې وړتیا نه لري چې د راشده خلافت د تاسیس مخنیوی وکړي، چې الله سبحانه وتعالی یې وعده او رسول صلی الله علیه وسلم یې زېری راکړی. کووېدـ ۱۹ د الله سبحانه وتعالی د قدرت له نښو څخه یوه نښه ده چې د دوی زبرځواکونه یې د ډېر واړه ویروس پر وړاندې څومره عاجز کړل. زموږ مسوولیت دا دی چې پر نړۍ باندې د الله سبحانه وتعالی د دین د حاکمولو لپاره کار وکړو او له دغه قادر ذات څخه مرسته وغواړو.

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ)

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، که له الله سبحانه وتعالی څخه ملاتړ وکړی، نو هغه ذات به هم له تاسو څخه ملاتړ وکړي او قدمونه به مو ثابت وساتي.

[محمد:۷]

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: عبدالله امام اغلو

 

                       

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې